ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست: اوسمهال د کانونو په بېلابېلو برخو کې ۱۵۰ زره کسان په کار بوخت دي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغانستان اسلامي امارت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره په کتنه کې د دغه وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په قراردادونو کې رونټیا، د قاچاق او غیرقانوني ویستنې مخنیوی او د هېواد د کاني زېرمو ښه مدیریت؛ د دغه وزارت له لومړیتوبونه څخه بللي دي.

شیخ الحدیث دلاور د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت په کندهار او هرات کې د سمنټو د درېیو سترو پروژو تړونونو د لاسلیک ترڅنګ؛ د اوسپنې د پنځو سترو پروژو، چې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره یې تړونونه لاسلیک شوي دي، د کانونو او پټرولیم وزارت مهمې لاسته راوړنې یادې کړې دي.

نوموړي دغه راز د پنجشېر د زمردو کانونو او آمو سیند نفتي حوزې د ویستنې په اړه ویلي؛ تر اوسه پورې په پنجشېر کې د۴۵۰ کانونو د کیندنې جوازونه ورکړل شوي، چې د دغه ولایت ۱۰ زره کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

د نوموړي په وینا؛ آمو سیند نفتي حوزه کې ۱۸ څاه ګانې فعالې دي، چې د نفتو ورځنی استخراج یې یو زر او ۱۰۰ ټنه دی او همد راز په نږدې راتلونکي کې به د هرات نفتي حوزه چې ۲۳ کیلو متره مربع مساحت لري؛ په لسو بلاکونو کې په قرارداد ورکړل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو په برخه کې د کارموندنې په اړه ویلي؛ تر اوسه پورې د کانونو په بېلابېلو برخو کې ۱۵۰زره کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي او په راتلونکي کې به د لا ډېرو قراردادونو په ورکړې سره دغه شمېر لا ډېر شي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند د کانونو او پټرولیم وزارت فعالیتونه او لاسته راوړنې ستایلي او د کانونو او پټرولیم وزارت یې له هغو مهمو وزارتو نو څخه یاد کړی، چې د هېواد په اقتصادي وده او کاري زمینې برابرولو په برخه کې مهم رول لري.