د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره او له اجنډا سره سم د ټاکل شوو موضوعاتو په اړه بحث شوی.
د اقتصادي کمېسیون په دغه نوبتي غونډه کې د شوکاڼو ډبرو پر سر د ټاکل شوې رویالیټي او ګمرکي تعرفې د ټیټېدو په اړه خبرې شوي.
تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه شوې، چې د استخراج شویو شوکاڼو، چې نیمه پروسس یې شوی وي، في ټن رویالیټي دې له یو زر او ۸۰۰ افغانۍ څخه یو زر او ۲۰۰ افغانیواو ګمرکي تعرفه له ۱۰۰۰ افغانۍ څخه ۸۰۰ افغانیو ته راټیټه شي.
په غونډه کې پرېکړه شوې، چې دا تصمیم یوازې په ساحه کې د پرتو ډبرو په اړه نیول شوی او د ویستنې د بیا پيل په صورت کې به د رویالیټي او هم د ګمرکي تعرفې په اړه تجدید نظر کېږي.
همدارنګه د شوکاڼو ډبرو سوداګر مکلف شوي، څو په ساحه کې پرتې ډبرې د پینځو میاشتو په جریان کې بهر ته صادرې کړي.
په یاده غونډه کې د کابل ښار په کوټه سنګي ساحه کې د خصوصي سکټور له لوري د ملت سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د اقتصادي کمېسیون د نظر په پام کې نیولو سره منظور شوې.
د دغه طرحې له مخې خصوصي سکټور۱۲ پوړیز سوداګریز مارکېټ د شاوخوا ۳۲۴ میلیونه افغانۍ پانګونې سره جوړوي.
همدا ډول د اقتصادي کمېسیون له لوري د هلمند په لښکرګاه ښار کې د خصوصي سکټور له لوري د سوداګریز او هستوګنیز مارکېټ د جوړولو طرحه هم منظوره شوې.
د دغه طرحې له مخې خصوصي سکټور پینځه پوړیز سوداګریزاو هستوګنیز مارکېټ د شاوخوا ۴۰۰ میلیونه افغانۍ په پانګونې جوړوي.
د غونډې په پای کې د اقتصادي کمېسیون له غړو وزارتونو او ادارو سره د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ کړنلاره هم شریکه شوې.
د کمېسیون ټولو غړو ته سپارښتنه شوې، څو د یادې کړنلارې د غني کولو په موخه د اقتصادي کمېسیون راتلونکي غونډې ته خپل نظرونه وړاندې کړي.
د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ غړي د پوهنتونونو استادان، د اقتصادي چارو کارپوهان او ملي سوداګر دي، چې اسلامي امارت ته به د مهمو اقتصادي مسایلو په اړه مشورې ورکوي.

