د مالیې وزارت اړوند د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت د خپلو فعالیتونو او تولیداتو د لا پراختیا په موخه له یو شمېر دولتي او خصوصي ادارو سره قراردادونه لاسلیک کړي دي.
د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت، چي د اسلامي امارت له بیا حاکمېدو وروسته له بشپړ فلج حالت څخه فعال حالت ته راوګرځېد او په فعالیت یې پیل وکړ؛ د روان (۱۴۰۲) مالي کال له پیل راهیسي یې د خپلو فعالیتونو او تولیداتو د لا پراختیا په موخه د ۴۴ میلیونه او ۵۹۵ زره افغانیو په ارزښت د ۱۴ بېلابېلو دولتي او خصوصي ادارو سره قراردادونه لاسلیک کړي دي، چي ورسره د یاد شرکت په عوایدو کي هم زیاتوالی راغلی.
مرکزي سېلو اوسمهال په اول او دوهم نمبر فابریکو کې ۱۴ پایې د ډوډۍ پخولو فعال داشونه لري، همدا راز یوه پایه داش د هرات او یو هم د کندهار په سېلو کې فعال دي.
د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت اوسمهال په ورځني ډول د یو ټن په اندازه په بېلابېل ډول وچه ډوډۍ، کیک، کلچې او ناشتې تولیدوي او په ۲۴ ساعتونو کې د ۴۵ ټنو اوړو د تولید ظرفیت لري.
د یادوني وړ ده، چې په یاده سېلو کې ۲۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.

