د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال سره لیدنه کړې.
د ترکیې سفیر د افغانستان او ترکیې د اړیکو په پراختیا ټینګاری او ویلي يي دي؛ ترکي سوداګر چمتو دي، چې د کانونو، برېښنا او کرنې په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، ترکیه له افغانستان سره د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده او د افغانستان د پرمختګ ملاتړ کوي.
د ترکیې سفیر ویلي؛ هېواد یې هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د اسلامي امارت خلاف په ترکیه کې سیاسي او پوځي تحرکات وکړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له افغانستان سره د ترکیې له مرستو او همکاریو څخه مننه کړې او ویلي يي دي؛ د اسلامي امارت تر حاکميت وروسته په افغانستان کې ترکي پانګه والو ته د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي غواړي او هڅه کوي په سیمه کې اقتصادي او ترانزیټي اړیکي پراخې کړي.
نوموړي د ترکیې له دې دريځ څخه، چې چاته د اسلامي امارت خلاف د پوځي او سیاسي تحرکاتو اجازه نه ورکوي مننه کړې او ویلي يي دي، اوس په هېواد کې ټولو افغانانو ته د ګډ او ارامه ژوند زمینه برابره شوې ده.

