ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال د بېلابېلو ولایتونو له علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د بېلابېلو ولایتونو يو شمېر علماوو او متنفذينو سره لیدنه کړې.

علماوو او متنفذينو د خپلو ولايتونو د ټولنيز، اقتصادي او امنيتي وضعيت په اړه ویلي؛ د اسلامي امارت مسولين شپه او ورځ خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره هڅه کوي او د دغو ولايتونو خلک د اسلامي امارت مسولینو او په ځانګړي ډول مجاهدينو څخه د امنيت تأمين له امله راضي دي.

نوموړو ښوونه او روزنه، روغتيا او انکشافي چارې د خلکو اصلي اړتياوې بللي او د اسلامي امارت مسولينو څخه يې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، اسلامي امارت په مختلفو برخو کې خلکو ته خدمت له خپلو اساسي ژمنو څخه بولي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ښوونې او روزنې، روغتيا او انکشافي چارو ته په اشارې ویلي؛ د اسلامي امارت مسولين هڅه کوي د امکان تر کچې د خلکو اړتياوې پوره شي.