د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري او پرمختیايي چارو مشر او یوناما مرستیال اندریکا رتواتي د کورنیو چارو له سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره لیدنه کړې.
په پیل کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر اندریکا ته د نوې دندې مبارکۍ ترڅنګ د یوناما پخواني مرستیال ډانیل انډریس څخه د چارو ښه مدیریت په پار مننه کړې او په راتلونکو چارو کې یې نوموړي ته د بریالیتوب هیله کړې.
اندریکا شته امن د ډاډ وړ بللی او ژمنه یې کړې، چې د بشري مرستو په برخه کې به د خپل ماموریت د ښه ترسره کولو کوشش کوي.
همدا راز، هېواد ته له راستنیدونکو کډوالو سره د مرستو پر څرنګوالي او په هوسا ډول ځای پر ځای کېدلو هم خبرې شوي.
خلیفه سراج الدین حقاني د کډوالو په چارو کې د اندریکا اوږدمهاله ماموریت او تجربې ته په اشارې سره هیله څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو له لوري به په کار کې لا ښه والی راشي.

