د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په شتون بلخ کې د عالمیې، عالیې او ثانویې درجو کلنۍ ازموینې پیل شوې.
د لوړو زده کړو سرپرست مولوي ندا محمد ندیم د بلخ والي یوسف وفا په ملتیا په یاد ولایت کې د دیني علمای کرامو د عالمیې، عالیې او ثانویې درجو ازموینې پیل کړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په داسې حال کې، چې له یادې ازموینې یې څارنه کوله، طالب العلمانو او فاضلانو ته یې ډاډ ورکړی، چې یادې ازموینې به په پوره روڼتیا او عادلانه توګه ترسره کیږي.
دغه ازموینې هم مهاله د هېواد په ټولو ولایتونو کې پیل شوي، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

