د ټولګټو وزارت ویلي؛ د کندوز – تخار لویې لارې د ۲.۵ کیلومتره اسفالټ او ۲۳ کیلو متره د بیارغونې او داغنیونې کار د څه باندې ۳۸ میلونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او د یو سړک جوړونې او ودانیز شرکت ترمنځ قرار داد شوی و، چې دا مهال یې ترمیم، داغکیرۍ او سفالټ چارې ۱۰۰ سلنه بشپړې او کټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
یاد ورازت زیاته کړې؛ چې د یادې پروژې د کار په جریان کې یو شمیر د سیمې او سیدونکوته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې د کندوز – تخار پر مسیر د تلونکو مسافرو ترانسپورتي ستونزې را کمې شوې دي.

