ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روزګان کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت اووه چک‌ډیمونه رغول کیږي

د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او شپږو ولسوالیو کې د اسلامي امارت له لوري د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت اووه د باراني اوبو د مهارولو چک‌ډیمونه جوړیږي، چې د ډلې یې د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د یو چک‌ډیم د بنسټ ډبره کښېښودل شوه.

د روزګان ولایت والي مولوي محمد علي جان احمد ویلي؛ د خوښۍ ځای دی، چې هېواد مو دا مهال د نړۍ په کچه یو امن لرونکی هېواد دی او د رغونې چارې تر بل هر وخت په ښه ډول تر سره کیږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د ریاست الوزرا له لوري منظور شوي، دغه اووه چکډیمونه به د ۶۰ ورځو په جریان کې ورغول شي او ګټي اخیستني ته به وسپارل شي.

د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسول مولوي عبدالمنان فاروقي ویلي؛ دغه ولایت کې د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت په مرکز او شپږو ولسوالیو کې اووه چک‌ډیمونه رغول کیږي، چې بودیجه یې د اسلامي امارت له لوري ورکول کیږي.

ځايي اوسېدونکو ویلي؛ وچکالۍ مو پر کرنه او مالدارۍ بد اغیز کړی، خو د یاد ډیم په رغولو سره به مو ستونزه حل شي.

دوی د اسلامي امارت څخه د داسی نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې.

د یاد ولایت خلک تر ډیره په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، چې د اوبو کمښت یې دواړه برخې اغیزمنوي او دا ډول پروژې به یې د شته ستونزې حل کړي.