ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې “د افغانستان ښونیزو او لوړو زده‌کړو بنسټونو پیاوړتیا” ملي کنفرانس پيل شو

د لوړو زده‌کړو وزارت په همکاري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې “د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده‌کړو بنسټونو پیاوړتیا” ملي کنفرانس ترسره شو.

یاد کنفرانس چې دوې ورځې به دوام وکړي، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غړو د ویناوو په ګډون به ۲۲ علمي او څېړنیزې مقالې پکې وړاندې شي.

په دې کنفرانس کې د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي؛ اسلامي امارت د دیني زده‌کړو د پیاوړتیا ترڅنګ د عصري زده‌کړو پیاوړتیا ته هم ژمن دی او هڅه کوي، چې د شریعت په چوکاټ کې یو پیاوړی تعلیمي او تحصیلي نظام رامنځته کړي.

نوموړی زیاته کړې، چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د افغانستان تعلیمي او تحصیلي نظام د له منځه تلو له ګواښ سره مخ و او اوس مو مبارزه دا ده، چې په علمي، تحصیلي، څېړنیزو او سیاسي برخو کې ځان له نورو سره سیال کړو.

د پوهنې سرپرست وزیر په دې ملي کنفرانس کې د دیني او عصري زده‌کړو د کیفیت پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی.

مولوي حبیب الله اغا زیاته کړې؛ اوس چې زمینه برابره شوې اړتیا ده، چې د زده‌کړو د کیفیت پر پراختیا هم کار وشي.

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم ویلي؛ د یوه نظام د بنسټ ډبره د پوهنې وزارت او د نظام تشکیلاتي قوه د لوړو زده کړو وزارت دی، نو د نظام د هرې برخې مسؤلین اړ دي چې له دغو علمي او تحصیلي وزارتونو سره همکار پاتې شي.

یاد کنفرانس کې د ښوونیزو او لوړو زده‌کړو بنسټونو پر لا پياوړتیا ټینګار شوی او چارواکو ډاډ ورکړی، چې په دې برخه کې به لا ډېرې او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.