ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کلیو پراختیا وزارت: نیمروز کې د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د اوبو لوی بند جوړېږي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسولینو د چهارشنې په ورځ (۴ سلواغه ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو اور سنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، په یو شمېر ولایتونو کې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په اړه معلومات ورکړل.

 د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخوندزاده په دې خبري کنفرانس کې ویلي؛ د اسلامي امارت ټول مسولین شپه او ورځ د وطن د ابادۍ لپاره کار کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ د کلیو پراختیا وزارت د مالي امکاناتو له کموالي سره سره، په یو شمېر ولایتونو کې مهمې پراختیایي پروژې پلي کړي دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د دفتر رییس مولوي میرزا محمد شکېب په ولایتونو کې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په اړه ویلي؛ داسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پر بنسټ د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د شاوخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د اوبو لوی بند جوړیږي، چې د ۱۴۰ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او د ګلستان، دلارام، خاشرود، غورغوري او چخانسور ولسوالیو، شاوخوا ۱۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

دغه راز نوموړي زیاته کړې؛ چې د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوبو د ذخیروي بند جوړولو چارې ۳۰ سلنه مخته تللي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د یو زر او ۴۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو زمینه برابره شي.

مولوي میرزا محمد شکېب ویلي؛ په مرکز قلعه نو کې د ۳۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت، د اوبو رسولو شبکې چارو ۸۰ سلنه پرمختګ کړی، چې د دې پروژې د چارو په تکمیلېدو سره به د مرکز ۶۵ زره اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

همدارنګه ښاغلي شکېب زیاته کړې؛ د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ له بزهای ګنبد څخه د چین هېواد تر پولې پورې د ۴۹،۷ کیلومتره سړک د جوړولو چارو کې ۸۰ سلنه پرمختګ شوی او په همدې ولسوالۍ کې له بروغیل څخه تر بزهای ګنبد پورې د ۶۰ کیلو متره سړک د ترمیم چارې دوام لري، چې په نېږدې راتلونکي کې به بشپړې شي.

 د نوموړي په وینا؛ د ۱۳ ولایتونو په ۱۴۲ ولسوالیو کې، د باراني اوبو زېرمه کولو په موخه، د چکډېمونو د جوړولو چارې په چټکې سره دوام لري، چې ډېر ژر به بشپړې شي.

دغه راز د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ۵.۲ کیلومتره استنادي دېوال د جوړولو چارې هم دوام لري، چې د دې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به، سلګونه هکتاره ځمکه د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.