ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نړیواله محکمه: اسرائیل باید د فلسطینیانو د خوندیتوب لپاره اړین ګامونه واخلي

د راپورونو پر اساس نړیوالې محکمې غزه کې د اسرائیلو د بریدونو او د بې‌ګناه فلسطینیانو د شهیدانولو د سملاسي پای ته رسولو امر کړی.

هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ټولو ۱۷ قاضیانو پرون جمعه پرېکړه کړې، چې اسرائیل باید د فلسطینیانو د وژل کېدو مخه ونیسي او د لا خوندییتوب لپاره یې اقدامات وکړي.

یادې محکمې دغه‌راز ویلي، چې غزه تړانګه کې به د اسرائیلو پر وړاندې د نسل‌وژنې تورنه لیرې نه کړي.

په لومړني حکم کې ویل شوي؛ اسرائیل باید ډاډ ورکړي، چې ځواکونه یې غزه کې نسل‌وژنه نه کوي.

دغه‌راز د بشري وضعیت د ښه‌والي لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي او په یوه میاشت کې دې محکمې ته د دې حکم د عملي کولو په اړه راپور ورکړي.

نړیواله محکمه کې ټینګار شوی، چې اسرائیل باید د غزې خلکو ته د بېړنیو بشري مرستو په رسولو کې هم برخه واخلي.

یادې محکمې دا حکم د سویلي افریقا د قانوني شکایت په رڼا کې صادر کړی.

سویلي افریقا غزه کې د اسرائیلي وحشتونو په غبرګون قانوني شکایت ثبت کړی و او پر فلسطینیانو د کېدونکو زور زیاتیو او نسل وژنې د درولو غوښتنه یې کړې وه.