ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد د زیاتو سړو او سړو سیمو ولایتونو د ښوونځیو د څلور نیم میاشتنیو ازموینو په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا!

 د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو د لایحې له مخې، ټاکل شوې ده، چې د هېواد په زیاتو سړو او سړو سیمو ولایتونو کې د رسمي او خصوصي ښوونځيو څلور نيم مياشتنۍ ازموينې، په لاندې ډول پيل او پاى ته ورسېږي:

د سړو سیمو او ولايتونو د رسمي او خصوصي ښوونځيو له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې، د څلور نيم مياشتنيو ازموينو پيل، شنبې ورځ ۱۴۴۵/۱۲/۲۹ (٤/١٦ /١٤٠٣ لمریز) نېټې سره سمون خوري.

د همدغو ازموینو پای د ۱۴ /۱/ ۱۴۴۶ هـ ق، (۳۱/۴/۱۴۰۳لمریز) نېټې سره سمون لري.

 د یادو ولایتونو د ښوونځیو د اوړي رخصتیو پیل، ۱۵/ ۱ /۱۴۴۶ هـ.ق (۱/۵/۱۴۰۳ لمریز) پیل، تر۱۴۴۶/۱/۲۵هـق(۱۰/۵/۱۴۰۳لمریز) نېټې پورې.

د یادولو وړ ده، چې په ۲۶/۱/۱۴۴۶ هـق(۱۴۰۳/۵/۱۱لمریز) نېټه، په یادو ولایتونو کې د ښوونځیو درسونه بېرته پیلېږي.

 د یادو ولایتونو د پوهنې ریاستونو د ښوونکو مسلکي روزنې د پراختیا ټېمونو ته دنده سپارل کېږي، تر څو په خپلو اړوندو ولایتونو کې د څلور نیم میاشتنیو ازموینو له بهیر څخه په دقیق ډول څارنه وکړي.

 د پوهنې وزارت