د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ په ټول هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو، درملنې او ښوونې په موخه یوه کميټه جوړه شوې.
د کارټولنیزو چارو وزارت د ویاند سمیع الله ابراهیمي ویلي؛ د یاد حکم پر بنسټ د سلګونو هغو پر نشو روږدو کسانو لپاره چې له نشو راګرځیدلي، د حرفه یي زدکړو زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ دغه مرکزونه د ښار اړتیا ته په کتو د کابل، کندهار، هرات، پکتیا، پکتیکا او نورو ولایتونو کې جوړ شوي څو هغه روږدي چې درملنه یې شوې وي، په دغو مرکزونو کې په فني او حرفه یی زدکړو بوخت شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته د هېواد له بېلا بېلو برخو څخه رزګونه په نشه يي توکو روږدي کسان راټول او له درملنې وروسته یې کورنیو ته سپارل شوي دي.

