د ټولګټو وزارت مسولینو نن د دوشنبې په ورځ (۲۲ زمری ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.
د ټولګټو وزارت مسولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل، په تېر کال کې د شاوخوا لس زره کیلومتره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شوی او اوسمهال د کابل- کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې په شدت سره روانې دي.
د یاد وزارت مسولینو زیاته کړه؛ د ۶۰۴.۱ کیلومتره سړک ابتدایي، د ۳۲۱.۶۵ کیلومتره سړک توپوګرافي او د ۹۹۷.۴ کیلومتره سړک مشاهداتي سروې تر سره کول، ۲۷۹.۴۸ کیلومتره سړک د ډیزاین او د ۱۶۰ متره پلونو د ترمیماتي ډیزاین د چارو بشپړېدل او د ۲۴۴.۸ کیلومتره سړک د ډیزاین چارو پیلول، په وروستي یوه کال کې د دغه وزارت له لاسته راوړنو څخه دي.
د یاد ولایت د مسولینو د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د هېواد په کچه، د پراختیایي او زېربنایي پروژو د پلي کېدو له لارې، څه باندې ۱۵ زره تنو ته، په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې وه.
دغه راز د یاد د وزارت مسولینو وویل؛ د اسلامي امارت په مالي تمویل سره، په اساسي ډول د۸۰ کیلومتره په اوږدوالي د سالنګ لویې لارې، د ۱۰۸ کیلومتره په اوږدوالي د کندهار- ارزګان لویې لارې، د ۵۰ کیلومتره په اوږدوالي د ترینکوټ- دهراود سړک او د ۸۰ کیلومتره په اوږدوالي د معروف – ارغستان سړک، بیارغونه د وزارت تر کار لاندې ده.
د یاد وزارت مسولینو همداراز زیاته کړه؛ د ۳۰ کیلومتره په اوږدوالي د هرات- چشت شریف سړک د دویم لاټ او د ۱۵۱ کیلومتره په اوږدوالي د قیصار- لامان حلقوي سړک د دویم، څلورم او پینځم لاټ بیارغونه، د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.
د ټولګټو وزارت مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ په تېر کال کې له پروژو څخه د ساتنې او څارنې په موخه، د ۱۰۹ پروژو له ډلې د ۸۵ پروژو د ساتنې او څارنې چارې پشپړې شوي او ۲۴ نورې پروژې تر کار لاندې دي.
د دې ترڅنګ، د یو زر او ۶۹۸ کیلومتره سفالټ سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې هم بشپړې شوې دي.
دغه راز د دې وزارت مسولینو د دې وزارت د لومړیتوبونو په اړه وویل؛ د خواف – هرات د څلورمې برخې د اول فاز او د حیرتان – مزار د ریلي او غیر ریلي برخو د اساسي ترمیم پروژې تړون لاسلیک شوي او د خواف – هرات د څلورمې برخې د دویم فاز د چارو پیلول هم د وزارت د کاري لومړیتوبونو په سر کې ځای لري.
د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۵ کیلومتره په اوږدوالي د فرخار – ورسج سړک او د نیمروز ولایت په سرشیلې سیمه کې د ۳۰۰ متره په اوږدوالي د یوه پله د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.
همدارنګه د لس کیلومتره په اوږدوالي د ګردېز – زرمت د سړک او د ۲۴.۱۵ کیلومتره په اوږدوالي د کابل – لوګر لویې لارې د دویم لین د جوړولو تړون له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک او دا مهال یې د جوړولو چارې دوام لري.

