د کورنیو چارو وزارت وايي؛ خلیفه سراج الدین حقاني خوست کې د نوې امنیه قوماندانۍ د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزیر هېواد کې د ودانیزو او رغنيزو چارو په چټک پرمختګ خوښي ښودلې.
خلیفه سراج الدین حقاني ویلي؛ د هېواد ابادي یوازې په فزیکي ودانیو محدود نه ده، بلکې د خلکو زړونو رغول او د هغوی ترمنځ د باور او اخلاص فضا رامنځته کول هم بنسټیز او ځانګړی ارزښت لري.
د یاد وزارت په وینا؛ د دغې ودانی جوړولو چارې به د ٧١ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۵ میاشتو په اوږدو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغهراز د دې ولايت امنيه قوماندانۍ ودانۍ جوړولو سره به اداري اړتيا پوره او د چارو په بشپړېدو سره به يې امنيتي ځواکونو ته اړیني اسانتياوې رامنځته شي.

