ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نیمروز والي تېره شپه په ورېښمو پله کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره له خدماتي کمېټو څخه څارنه وکړه

د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد او د ریاست‌الوزرا د دفتر مرستیال تېره شپه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د ټاکل شویو خدماتي کمېټو له چارو څارنه وکړه.

د دې څارنې پر مهال، دوی د نیمروز ولایت د ورېښمو پله ته څېرمه د اسلامي امارت او ملي سوداګرو له لوري چمتو شویو خوراکي او غیر خوراکي توکو وضعیت وڅېړه او د راستنېدونکو کډوالو حالات یې له نږدې ولید.

دوی ډاډ ورکړ، چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته رسیدنه د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

شیخ محمد قاسم خالد د ولایتي ادارې ټول مسوولین مکلف وبلل، چې د راستنېدونکو کډوالو د پاملرنې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي او اړین خدمات ورته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې په خدماتي کمېټو کې ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو ته درې وخته خواړه، د څښاک پاکې اوبه، جوس، منظم روغتیایي خدمات او د ټرانسپورټ اسانتیاوې برابرې شوې دي.