اقتصاد وزارت له ۱۴۰۱ څخه تر ۱۴۰۳ لمریز کال پورې ګڼې کړنې او لاسته رواړنې لري، چې مهمو ته یې په لاندې توګه کتنه کوو.
– اقتصاد وزارت د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د پراختیايي پروژو د اقتصادي مؤثریت څارنه او تحلیل له خپلو مهمو فعالیتونو څخه ګڼي، چې پر بنسټ یې په درېیو کلونو کې پر ۶۸۶ پروژو پانګونه شوې ده. په دې پروژو کې ۳۴۵ نوې او ۳۴۱ انتقالي پروژې شاملې دي. سربېر پر دې په ولایتونو کې پر یو زر او ۶۱۵ پروژو پانګونه شوې ده.
– اقتصاد وزارت وايي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د پراختیايي پروژو ټول لګښتونه له داخلي عوایدو څخه تمویل شوي دي.
– د غیرې دولتي موسسو د فعالیتونو ترتیبول د دې وزارت یو له مهمو کړنو څخه دي. د مسولینو په وینا، له ۲۰۲۱ زېږدیز کال څخه تر ۲۰۲۴ پورې ۲ زره او ۹۸۶ انجوګانو د خپلو پروژو بودیجه د وزارت په سیسټم کې ثبت کړې ده. په دې انجوګانو کې ۷۲۸ بهرنۍ او ۲ زره او ۲۵۸ یې داخلي دي.
– دې وزارت په درېیو کلونو کې ۸۱۷ نوې انجوګانې ثبت کړې، چې ۴۰ یې خارجي او پاتې نورې یې داخلي دي.
– په دې موده کې د ۱۱ زره او ۵۷۹ پروژو چارې په بېلابېلو برخو کې د بشري مرستو تر نامه لاندې بشپړې شوې، چې ۴ زره او ۷۶۳ یې د بهرنیو موسسو او ۶ زره او ۸۱۶ یې د داخلي انجوګانو له لوري پلې شوې دي.
– له ۱۴۰۲ څخه تر ۱۴۰۵ پورې د افغانستان د لومړیتوبونو طرحه ترتیب شوې ده.
– د افغانستان د پینځه کلنې ملي پراختیا د ستراټیژۍ مسوده ترتیب شوې او د هېواد اقتصادي او ټولنیز وضعیت تحلیل شوی دی.
– همدارنګه د هېواد د ځانګړو اقتصادي زونونو او د وچو د بندرونو طرحې ترتیب او د خصوصي تولیدي شرکتونو اقتصادي ارزونه شوې ده.
– سربېره پر دې د خوراکي غوړیو طرحه ترتیب شوې او په هېواد کې د تولیدي سکټور وضعیت تحلیل شوی دی. دغهراز د دولتي شرکتونو وضعیت او په هېواد کې د چرګانو د غوښې د تولید ننګونې او فرصتونه ارزول شوي دي.
– په هېواد کې د سړو خونو د فعالولو کمېسیون مشري او مدیریت، د ځمکني ترانسپورټ د تنظیم کمېسیون مشري، د جبري ایستل شویو کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب د کمېټې مشري او سېلاب ځپلو او د طبیعي پېښو زیانمونو ته رسېدنه د یاد وزارت نورې مهمې کړنې ګڼل شوې دي.
– اقتصاد وزارت د ۵۴ دولتي شرکتونو د مدیره پلاوي په غونډو کې ګډون کړی، مالي پلانونه یې ارزولي، د زراعتي او د انرژۍ د تولید بندونو د پروژو ارزونې په ګومارل شوې کمېټه کې یې ګډون کړی، د ټاپي پروژې، له ترکمنستان سره د انرژۍ او د رېل پټلۍ د وضعیت په ارزونه کې یې فعاله برخه اخیستې او د ډبرو له سکرو څخه د برېښنا د تولید په تخنیکي کمېټه کې یې فعال ګډون کړی دی.

