د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۱۵مه نېټه د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور د ملاتړ تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړو شویو مراسمو ته وویل، له نېکهمرغه افغانستان د لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره پراخ او لوی ظرفیتونه لري او د تولیدي منابعو د خامو موادو د کافي ذخایرو درلودلو له امله یو غني هېواد بلل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، افغانستان د نورو زیرمو ترڅنګ د اوبیزې، بادي او لمریزې برېښنا پراخې منابع لري، چې له یادو منابعو څخه ګټه اخیستنه نه یوازې افغانستان د برېښنا په برخه کې ځان بسیاینې ته رسوي؛ بلکې نورو هېوادونو ته هم د انرژۍ د صادرولو ظرفیت رامنځته کوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان برېښنا سکتور د پراختیا لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جذب، په برېښنا سکټور کې د پانګونې موجودو فرصتونو د معرفي کولو، په دغه سکټور کې د ننګونو د څېړلو او د غوره حللارو وړاندې کولو او هر اړخیزو بحثونو په اړه د دغه کنفرانس جوړېدل مهم وبلل او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه کنفرانس به د تطبیق وړ پایلو په ترلاسه کولو سره په ښه ډول پای ته ورسېږي.
په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند پر ټولو هېوادونو، نړیوالې ټولنې او نړیوالو مالي بنسټونو غږ وکړ، چې نور دې پر افغانستان لګول شوي مالي او بانکي محدودیتونه پای ته ورسوي.
د نوموړي په وینا، دغو محدودیتونو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې پر بهیر ناوړه اغېز کړی او دا د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه نه دي.
د یادونې وړ ده، چې «د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ» تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې محترمو غړو، د اوزبیکستان او ترکمنستان هېوادونو د انرژۍ وزیرانو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ، نړیوال بانک، د اسیا پرمختیايي بانک او د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام او یوشمېر سفارتونو استازو، د کورني او بهرني خصوصي سکتور مسوولینو، غیر دولتي سازمانونو او د نوې کېدونکې انرژۍ ملاتړو بنسټونو استازو ګډون کړی.
د دغه کنفرانس موخې د افغانستان برېښا سکټور کې د پانګونې د وړتیا او شته فرصتونو معرفي کول؛ د کورنیو او بهرنیو پانګوالو دوامداره جذب؛ د ستونزو پېژندنه او د مناسبو حللارو وړاندې کول؛ په برېښنا سکټور کې د تخصصي پوهې لوړول؛ د دولتي او خصوصي سکټور او نړیوالو برېښنايي بنسټونو ګډ کار او همغږي او د برېښنا د سیمهییز اتصال لپاره د زمینې برابرول دي.

