د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تعرفې د هیئت قانون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا له توشېح وروسته د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې پر ۸مه نېټه په ۱۴۷۵ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ.
د تعرفې د هیئت په قانون کې یوه مقدمه، درې بابونه، دوه فصلونه او ۲۱ مادې شاملې دي او د تطبیق مرجع یې د اسلامي امارت د مالیې وزارت دی.
په دې قانون کې د تعرفې هیئت د ماليې د وزیر په مشرۍ او د صنعت او سوداګرۍ، کرنې، کانونو، اقتصاد او د عامې روغتیا وزیرانو، د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت باصلاحیته استازي، د نورم او سټنډرډ، د استخباراتو لوی ریاست، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د صنایعو او کانونو خونې او د کرنې او مالدارۍ رییسانو په عضویت تعیین شوی دی.
دا هیئت د افغانستان د اقتصادي شرایطو په پام کې نیولو سره پر سوداګریزو مالونو د ګمرکي تعرفې او موسمي تعرفې د تعین، د اغیزمنتوب بررسۍ او د بدلون مسولیت پر غاړه لري.
همداراز د ترجیحي تعرفو، د صادراتي او وارداتي مالونو د خلاصون او بندیز او یا د هېوادونو یا فابریکو له ډامپنګ څخه د مخنیوي په اړه پرېکړې د یاد هیئت له صلاحیتونو څخه دي.
په دې قانون کې د مالونو د تعرفې د بدلون پړاوونه، د صادراتو او وارداتو خلاصون او بندیز، د هیئت د پرېکړو تطبیق او د هغو څارنه، د پرېکړو محدودیتونه، د تعرفوي پرېکړو معیارونه او د ګمرکي تعرفې قانوني ارجحیت هم بیان شوي دي.
په ۱۴۷۵ ګڼه جریده کې د کندهار ښار عینو مېنې د ښارګوټي په شمال ختیځ کې د عمومي هدیرې لپاره د ۲۰۰۰ جریبه په مساحت د یوې قطعې امارتي ځمکې د وقف په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان هم چاپ او خپور شوی دی.

