په کابل کې د قطر شاهي دولت سفیر ډاکټر مردف القاشوطي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ملي آرشیف څخه لیدنه وکړه.
د ملي آرشیف رییس قاري عبیدالله حنیف، په دې لیدنه کې د خطي نسخو د لرغونتوب او تاریخي ارزښت په اړه معلومات ورکړه او ویې ویل، ملي آرشیف د تاریخي اسنادو او آثارو له پلوه خورا غني اداره ده.
ښاغلي حنیف زیاته کړې، د ملي آرشیف تاریخي اسناد، خطي نسخې او لرغوني آثار ترمیم او مرمت ته اړتیا لري، چې له اړوندو ادارو يې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
ورته مهال، ډاکټر مردف القاشوطي د خطي نسخو او تاریخي اسنادو د ترمیم او مرمت په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوامداره فرهنګي همکاریو ټینګار وشو.

