ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خليج هېوادونو ته د افغانستان د صاداراتو د زياتوالي په اړه خبرې شوي

په ریاض کې د افغانستان سفارت سرپرست، شیخ عبدالفتاح رحیمي د خلیج هېوادونو د همکارۍ شورا له منشي، جاسم محمد البدیوي سره لیدنه کړې.

ریاض کې د افغانستان سفارت وایي، په دې لیدنه کې د افغانستان او خلیج هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا، سوداګریزې ودې او خلیج هېوادونو ته د افغانستان د صاداراتو د زیاتوالي په اړه خبرې شوې دي.

دغه راز دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو برخه کې د همغږۍ د پیاوړتیا پر ضرورت ټینګار کړی دی.