د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم ویلي، چې په دغه ولایت کې د خلکو او امارتي ادارو ترمنځ بشپړه همغږي شتون لري او د ولس ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه کېږي.
ښاغلي حکیم له ملي نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په ملکي او نظامي ادارو کې د پنجشېر زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې او د کاري فرصتونو د پراختیا لپاره هڅې روانې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ولس او دولتي ادارو ترمنځ واټن له منځه تللی او د خلکو د ستونزو د حل لپاره اړین اقدامات ترسره کېږي.
د پنجشېر والي همداراز ویلي، چې دغه ولایت د هېواد د نورو سیمو په څېر له بشپړ امنیت څخه برخمن دی او په وروستیو کلونو کې د ګرځندویانو پام ورته زیات شوی دی.
د هغه په وینا، د پنجشېر طبیعي ښکلا، امنیتي وضعیت او مناسبې اسانتیاوې د دې لامل شوې، چې د کورنیو سیلانیانو شمېر ورځ تر بلې زیات شي او د ګرځندوی سکتور د ودې په حال کې وي.

