د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې چارو د پام وړ پرمختګ کړی او تر اوسه د دې پروژې ۸۰ کیلومټره نللیکه غځېدلې ده.
د یاد دفتر د خبرپاڼې له مخې، د دې سربېره ۱۲۶ کیلو مټره مسیر نللیکې غځولو ته چمتو شوی او د پروژې په مسیر کې ۱۰۸ کیلو مټره نښلوونکي او د ساتنې لپاره څارونکي سړکونه جوړ شوي دي.
د راپورونو له مخې، ټاپي پروژه د سیمې له سترو انرژۍ لېږدونکو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې په بشپړېدو سره به هر کال میلیاردونه متر مکعب طبیعي ګاز له ترکمنستان څخه د سویلي اسیا بازارونو ته ولېږدول شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا ترڅنګ، د زیربناوو په پراختیا، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د افغانستان د ترانزیټي عوایدو په زیاتوالي کې هم مهم رول لوبولی شي.

