ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملاعبدالطیف منصور: لوګر کې د ۱۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې منظورې شوي

لوګر کې د څه باندې پینځه میلیونو افغانیو په لګښت چکډم د جوړولو چارې پیل شوې.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملاعبدالطیف منصور د اوبو مدیریت د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه یاد کړي او ویلي يي دي؛ د هېواد په کچه د اوبو د کنټرول په موخه د ډېرو بندونو، سربندونو او چکډېمونو د جوړولو چارې روانې دي او په دې برخه کې به ولسونه د ښه پرمختګونو شاهدان واوسي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اوبو د کنټرول او زیاتوالې په موخه د لوګر لپاره سږ کال د ۱۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې منظورې شوې دي، چې د ځینو پروژو چارې روانې او په  نږدې ورځو کې د نورو پروژ چارې هم پیل شي.

د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني د اوبو کمښت د دې ولایت د ولسونو پر وړاندې مهمه ستونزه بللې او ویلي يي دي، د ځمکني اوبو د کچې د زیاتوالې او په دغه برخه کې د خلکو د ستونزو د حل په موخه لوګر کې ښه فرصتونه او منابع شتون لري او باید دا ډول ډېرې پروژې  په کې پلي شي.

ځايي اوسیدونکو د اوبو د مهار کولو په برخه کې د اسلامي امارت وروستۍ هڅې د تېرو ۲۰ کلونو په پرتله بې سارې بللي او دغه راز یې د څښاک او کرنې لپاره د اوبو نشتون د لوګر د خلکو لپاره لوی ستونزه یاده کړې.

د لوګر د سیندیزې حوزې رییس مولوي محمد اسماعیل اخوندزاده ویلي؛ دغه چکډم، چې د څه باندې ۱۱ زره ۲۰۰ مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، د پینځه میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیایي بودجې څخه تر راتلونکي دريو میاشتو پورې په پاخه او اساسي توګه جوړیږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دغه چکډم دېوال ۷۲ متره اوږدوالی او ۳.۵ متره پلنوالی او اوه متره لوړوالی لري، چې په جوړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکي د سېلابونو له زیانونو څخه وژغورل شي او هم به شاړې ځمکې پرې خړوبې شي.

نږدې ورځو کې به د لوګر په شپږونو ولسوالیو کې د ورته نورو چکډېمونو د جوړولو چارې هم پیل شي.

د تېرې یوې اونۍ په لړ کې په لوګر کې د څه باندې ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت په مرکز او محمدآغې ولسوالۍ دوه معیاري روغتیایي مرکزونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د نږدې درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کبانو د تولید او روزنې د یو فارم چارې هم پیل شوي.