ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان کډوالو لپاره تورخم ته نږدې لعلپورې سيمې دويم موقتي کمپ کې ۷۰ کورونه جوړیږي

د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخوند د یو خيريه بنسټ په مالي لګښت تورخم ته نږدې لعلپورې سيمې دويم موقتي کمپ کې د ۷۰ کورونو جوړولو پرانيسته وکړه.

د یاد خيريه بنسټ مشر ویلي، دوی په دې کمپ کې ۷۰ کورونه جوړوي، چې احاطه، يو ۶ په څلورو کې د اوسېدو خونه، پخلنځی، تشناب او حویلۍ به ولري.

 د دغه بنسټ د مسولینو په وینا؛ په يو کور شاوخوا ۲۲۰۰ امريکايي ډالر لګښت راځي، چې هر کور په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.

مسولین یې زیاتوي، دا کمپ به يو جومات، مدرسه، روغتيايي کلينيک، پارک او نور اړونده ملحقات هم ولري.

د پرانيستې پر مهال د کرنې وزارت مرستیال مولوي فضل الباري فضلي، د ملي راډيو تلويزيون لوی ریيس قاري يوسف احمدي، د کليو پراختيا ریيس مولوي قسمت الله مبارز، د عدلې ریيس مولوي فاتح الله فاتح، د کډوالو چارو رياست مسولينو، د ولايت مقام وياند قاري قاضي ملا عادل او نورو مسولينو حضور درلود.