ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لغمان کې د نږدې ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړو خونو بیارغونه پیل شوه

لغمان کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وايي، چې ۳۵ میلیونه ۹۶۸ زره او ۹۵۹ افغانیو په ارزښت درې سړې خونې بیا رغول کیږي، چې په جوړیدو سره به یې بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د ساتنې په برخه کې اسانتیاوې رامځته شي.

د لغمان والي قاري زین العابدین عابد ویلي؛ دغه سړې خونې په سرخکانو، مرکز مهترلام او الینګار ولسوالۍ کې موجود دي، چې د څلورو میاشتو په موده کې به بیا ورغول شي.

نوموړي زیاته کړې؛ لغمان کې یې هرې برخې ته پاملرنه شته، هڅه کوي په ټولو برخو کې د لغمان ولسونه پر ځان بسیا کړي، ترڅو یې د خلکو اقتصاد پیاوړی شي.

د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن ویلي؛ د سړو خونو د بیا رغولو اړوند د امیرالمومنین د ځانګړي فرمان په اساس بودیجه ټاکل شوې، چې له مخې به یې لغمان کې درې سړې خونې چې پخوا جوړې شوې وې اوس بیا رغول کیږي او بزګرانو ته به د کرنیزو محصولاتو د ساتنې ښه زمینه برابره شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د سړو خونو د نشتون له امله بزګرانو خپل محصولات په ارزانه بیه پلورل ترڅو خراب نه شي، چې له دې وروسته به په سړو خونو کې ساتل کیږي او وخت پر وخت به په بزګرانو او ولس ارزانه پلورل کیږي.

انجینر محمد یاسر ځاځی د کرنې وزارت د طبیعي منابعو معینیت کارمند ویلي؛ د سړو خونو برارود مو وکړو، هره خونه کې په اوسط ډول ۱۸۰ متریک ټنه مواد ځای پرځای کیږي، چې تر ډیره به بزګرانو ته د محصولاتو د ساتنې په موخه اسانتیاوې رامنځته کړي.