ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: جمعه

نېټه:  ۲۶/۴/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱۹/۷/۱۴۰۲ ھ ش

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

۲۷۱ کورنۍ چې د ۱۴۴۹ کسان پکې شامل دي، ثبت او بایومټریک شوي دي

د خدماتو او صحي چارو کمیټه:

* د تورخم کمپ کې د جنراټوري برېښنا چارې بشپړې او د کمیټو دفترونو او د سلګونه کډوالو کورنیو ته برېښنا ورکړل شوه.

*د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ مسوولینو پر راستانه شویو کډوالو ۲ زره او ۱۱۷ سیمکارټونه توزیع کړل او (اترا) ادارې د ثبت له جریانه نظارت وکړ.

*د تورخم په عمري کمپ کې نن پر ۳۹ زره راستانه شویو کډوالو خوراکي او غیرې خوراکي توکي ووېشل شول.

* پر ډیورنډ فرضي کرښه تورخم سیمه کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ۵۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو په سور د یوه انتظار ځای د جوړولو چارې روانې دي.

* د خدماتو او صحي چارو کمېټې او د موقت میشت کولو کمېټې د عزیزي خیریه موسسې له استازو سره د کډوالو د ستونزو په اړه لیدنه وکړه.

د ټرانسپورټ او انتقال کمیټه:

*نن د بېلا بېلو موټرو په وسیله ۲۳۷ کورنۍ، چې ۱۲۹۳ کسان پکې شامل وو، له ډیورنډ فرضي څخه خپلو ولسوالیو او کلیو ته ولېږدول شول.

د مساجدو او زده‌کړو د تنظیم کمیټه:

*د مساجدو او زده‌کړو د تنظیم کمېټې له لوري د تورخم اړوند عمري کمپ کې د راستانه شویو کډوالو لپاره د ابو هریره (رض) په نوم یو باب جومات پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

* نن د عامه پوهاوي کمېټې له لوري د راستنېدونکو کډوالو د تشویق او ذهني اماده‌ګي په موخه پر ډیورنډ فرضي کرښه د تورخم په سیمه کې ۲۵۰ متره بېنر چې پر ښو شعارونو سمبال و، نصب شول.

زر پاڼې نور نښلوونکي شعارونه چاپ او نشر شوي او ۱۲ معلوماتي بیلبورډونه هم نصبولو ته اماده دي.

* د عامه پوهاوي کمېټې سیار ټیم د مهاجرينو ستونزې تر کاري کمېټو پورې رسوي او د کمیټو سپارښتنې تر کډوالو پورې رسوي.

* د ورکو شویو ماشومانو لپاره موظف کاري ټیم تر اوسه ۶۰۰ ورک شوي ماشومان خپلو کورنیو ته سپارلي او ګن شمیر اسناد، نغدې پیسې، مبایلونه او نور توکي یې هم اصلي مالکانو ته تسلیم کړي دي.

* د عامه پوهاوي یو درې کسیز ټیم بیا کډوالو ته د کمیټو کاري ترتيب او د مهاجرينو موجوده د خدمت لړۍ تشریح کوي.

•۷۵ داخلي او خارجي رسنیو سره د راپورونو په چمتو کولو او د معلوماتو په وړاندې کولو کې همکاري شوې ده.

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

*نن پر ډیورنډ فرضي کرښه د سپين بولدک په سیمه کې ۶۹۰ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۳۹۷۰ کسان کېږي، ثبت او راجسټر او د مرستو په موخه آی او اېم سازمان ته معرفي شوي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمیټه:

* له سپين بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۴۷۲ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۳۰۴۱ کسان کېږي، د مختلف النوع موټرو په واسطه کابل، روزګان، هلمند، فراه، کندهار، هرات او نورو ولایتونو ته لېږدول شوي او ۲۳۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د کډوالو د موقت مېشت کولو کمیټه:

* د سپين بولدک د لیسې په کمپ کې یوه لویه خیمه نصب شوه او د تخته پل کمپ لاره هم ورغول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمیټه:

* نن په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري ۷۱۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته لس-لس زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

د خدماتو او صحي چارو کمیټه:

*د سپین بولدک، تخته پل او شوراندام کمپونو کې ۱۴۰۶۰ کډوالو ته د غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوې او له ۵۵۰۰ زیاتو مهاجرينو ته روغتیايي خدمات رسیدلي دي.

پکتیــــــا (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

* د پکتیا اړوند پر ډیورنډ فرضي کرښه د خرلڅیو په سیمه کې هم د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر پیل او د مسولينو او ولسونو له خوا ورته ښه راغلاست وویل شو.

*نن د پکتیا اړوند پر ډیورنډ کرښه د پټان ولسوالۍ اړوند د خرلڅیو له لارې ۴۴ کورنۍ، چې د افرادو شمېر یې ۳۱۷ کېږي، ثبت شوې دي.

*د پکتيا مهاجرينو رياست له لوري ۳۰۰ کورنيو ته ډوډی هم ورکړل شوې ده.

پکتیکا (ډیورنډ فرضي کرښه)

د مهاجرينو د موقت مېشت کولو کمیټه:

*د کډوالو لپاره پر ډیورنډ فرضي کرښه د انګور اډې په سیمه کې د ۳۰۰۰ لیټره ټانکر اماده شو.

* د انګور اډې په سیمه کې د کمېټو دفترونو لپاره برېښنا اماده شوه.

*پر ډیورنډ کرښه قمرالدین سیمه کې د مهاجرينو لپاره ۵ بابه خیمې او څلور تشنابونو نصب شول.

هلمنـــــد (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

* د هلمند اړوند پر ډیورنډ فرضي کرښه د بهرامچې په سیمه کې ۱۲ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۸۱ تنه کېده ثبت شوې او هرې کورنۍ ته لس-لس زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

باید وویل شي چې په تېرو ۲۶ ورځو کې د بهرامچې له لارې ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۳ تنو ته رسیږي، راستنې شوې دي.

د خدماتو او صحي چارو کمیټه:

*د بهرامچې او لښکرګاه-کندهار دوه لارې کې جوړو شوو کمپونو کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره هر ډول چمتووالی نیول شوی دی.

نیمــــــروز

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

*نن ۱۸ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۸۸ تنو ته رسیږي، ثبت او ۱۴ کورنۍ چې افرادو شمېر یې ۵۲ تنه کیږي، په موقت کمپ کې ځای پر ځای شوې.

دوی آی او اېم سازمان ته معرفي او نغدي او غیرې نغدي مرستې ورسره شوې دي. دوې نورې کورنۍ په خپله خوښه راستنې شوې.

*البته ۱۵۸۶ تنه مجردان هم ثبت شوي، چې ۱۱۸۵ تنه په اجباري توګه اخراج شوي، ۴۰۱ بیا په خپله خوښه راستانه شوي دي.

د مهاجرو موقت میشت کولو کمیټه:

•د نیمروز پوهنتون او ډاک ساحه کې د راستانه شویو مهاجرو د موقت میشت کولو په موخه سيمه اماده شوې او خیمې ورته تدارک شوې دي.

هـــــــــرات

د مهاجرو مؤقت میشت کولو کمیټه:

* د کډوالو د موقت مېشت کولو لپاره په سعادت ښارګوټي کې د اتاقونو د پاکولو او فرشولو چارې روانې دي.

کابل ـ مرکز

د مهاجرو مؤقت میشت کولو کمیټه:

* په کابل ښار کې د اسکان موقت کمېټې په سرای شمالي سیمه کې د پایتخت ترمینال د کډوالو لپاره فعال کړ او ۵۰ بابه خیمې، ۳۰ بابه تشنابونه، ۲۰۰ کمپلې، څلور ۳۰۰۰ لیټره ټانکۍ، ۵۰ پلاستیکي فرشونه او ۲۰۰ کوزې ورته اماده شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء