ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کونړ کې د تېرې شپې زلزلې له امله د شهیدانو شمېر نږدې ۵۰۰ تنو ته لوړ شو

د کونړ له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست مسولینو ملي راډیو تلویزیون ته ویلي، چې د وروستیو شمېرو له مخې د دې ولایت په وټه‌پور، ماڼوګي، چپه دره، څوکۍ او نورګل ولسوالیو کې د تېرې شپې زلزلې له امله تراوسه نږدې ۵۰۰ هېوادوال شهیدان شوي او نږدي زر تنه نور ټپيان دي.

د یادې ادارې په وینا، تراوسه هم ګڼ شمېر کسان تر خاورو لاندې دي او د ارقامو د لوړېدو احتمال شتون لري.

همدارنګه د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې زلزله ځپلو هېوادوالو د مرستې په موخه سیمې ته د ملي اسلامي اردو د ژغورنې ټیمونه رسېدلي او هلته په خدمت بوخت دي.

دغه‌راز د هوايي ځواک له لوري د زلزلې له سيمې څخه د ټپیانو لېږد په چټکۍ سره روان دی.

همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د هېواد په یو شمېر ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې له زلزله ځپلو سره خواخوږي ښودلې ده.

دغه سازمان ویلي دي، چې د دوی ډلې په سیمه کې شتون لري او له زیانمنو کسانو سره بېړنۍ مرستې کوي.

تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د رېښتر په کچه ۶.۲ یوې نسبتاً زورورې زلزلې د هېواد ختیځ ولایتونو په ځانګړې توګه کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه لړزولي، چې له امله یې هېوادوالو ته ګڼ شمېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د سرچینو په وینا، د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتي روغتونونو ته د یادې زلزلې له امله د ټپیانو د لېږدونې بهیر دوام لري، خو لا تر اوسه یې کره شمېر نه دی مشخص شوی.