ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر زلزله‌ځپلو د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه بېړنۍ غونډه وکړه

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د ختیځ زون په ځانګړې توګه په کونړ کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د ښې رسېدنې لپاره له خپلو مرستیالانو او اړوندو ریاستونو سره د رهبرۍ په کچه بېړنۍ غونډه وکړه.

په دې غونډه کې مولوي نور جلال جلالي اړوندو مسوولینو ته د وضعیت د لا ښه څار او زیانمنو شویو ته د رسېدنې اړوند اړینې سپارښتنې وکړې.

 نوموړي همداراز، د معالجوي طب لوی ریاست او ولایتي مسوولینو ته د معیاري او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو او د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی ریاست مسوولینو ته د ناروغیو څخه د مخنیوي په موخه هم اړینې سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، چې د زیانمنو شویو روغتیايي وضیعت ته په سمه توګه رسېدنه وکړي.