د ټولګټو وزارت وایي، چې د پنجشیر عمومي سړک دغه برخه له دوآب سیمې څخه تر خاواک کوتل پورې د دغه ولایت د ټولګټو ریاست لخوا د ولایت مقام په همکاري سره پاک کاري او پراخیږي .
دغه سړک، چې ۲۱ کیلومتره اوږد والی لري د ترافیکي پيښو د مخنيوي او د پنجشیر ولایت اوسېدونکو ته د غوره ترانسپورتي اسانتياوو برابرولو په موخه پراخ او پاک کاري کېږي.
د يادونې وړ ده، چې د سالنګونو لويې لارې د تړل کیدو سره سم د هېواد شمال ته تلونکې واړه موټرونه هم له دغه مسیر څخه تګ راتګ کوي.