د افغانستان لپاره د ملل متحد د سرمنشي ځانګړي استازي سیاسي مرستیال مارکس پوتزل او مل پلاوی په یو رسمي سفر کې کندوز ته تللي او هلته یې د کندوز والي ملا نثار احمد نصرت سره لیدنه کړې.
کندوز والي د نړیوال بانک له پروژو څخه په یادونې ویلي؛ په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی او د ډاډمن فعالیت لپاره یې هر اړخیزه زمینه برابره ده.
ملا نثار احمد نصرت زیاته کړې؛ هېواد په خاصه توګه کندوز کې د خلکو اساسي مشکل کمزوری اقتصاد دی، چې له وړاندې په ميراث ورپاتې او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې لخوا د اساسي کارونو غوښتنه کوو.
ښاغلي نصرت د ګاونډي هېواد تاجکستان په هکله د ښاغلي پوتزل د پوښتنې په ځواب کې ویلي؛ اسلامي امارت د پالیسۍ سره سم مونږ غواړو، چې له ټولو ګاونډیو او د منطقې له هېوادونو سره د بالمثل او متقابل احترام پر بنياد تعامل او مثبتې اړیکې ولرو.
نوموړي د افغانستان رسمیت پېژندنې موضوع ته په اشارې ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کړې چې په دې برخه کې ټول لازم شرایط بشپړ کړي، اسلامي امارت د نړیوال قوانینو ترڅنګ د افغان ولس غوښتنو ته ځانګړی احترام لري، ترڅو د اسلامي او افغاني فرهنګ پر بنياد کړنې ترسره کړي.
د کندوز والي په وینا؛ نړیوال دې د اسلامي امارت له کړنو څخه په حقایقو ولاړ راپورونه خپاره کړي، هڅه دې وکړي چې د افغانستان واقعي تصویر نړۍ ته وړاندې کړي او د افغانستان په هکله دې د مغرضو کړیو په خبرو او پروپاګند استناد ونکړي.
د ملل متحد د سرمنشي د ځانګړي استازي سیاسي مرستیال ویلي؛ یاد شوي موضوعات به د سرمنشي ځانګړي استازي سره شریکوي او د هغوی لخوا به د ملل متحد په راتلونکي ناسته کې له مقاماتو سره د بحث او حل په موخه شریک شي.