د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال ملا عبدالجبار د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د بېلابېلو برخو له کار څخه لیدنه کړې.
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د هېواد جنوب غربي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د میدان وردګ – غزني، غزني – مقر، مقر – قلات، قلات – د شهر صفا او د زابل ولایت اړوند د تازی رباط، نورک او د سوختې پلونو د کار له جریان څخه له نږدې لیدنه کړې.
نوموړي قراردادي شرکت، د پروژې څارونکي ټیم او اړوند مسولینو ته لارښوونه کړې، چې د پروژې کار په ټاکلي وخت او د د قرارداد له شرایطو سر سم ترسره کړي، تر څو د ژمې د سړې هوا له رارسېدلو مخکې کار بشپړ او ترافیکي ستونزې ورسره هوارې شي.