افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د دولتي شرکتونو د وضعیت ارزونې په موخه د مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د ټاکل شوې ځانګړې ګډې تخنیکي کمېټې غړو د ازادۍ مطبوعې، د غوښو او لبنیاتو د چمتو کولو، افغان تور او د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکتونو څخه له نږدې ليدنې کړي.
د مولوي احمد جان بلال په مشرۍ، چې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف، د چارو ادارې لوي رییس شیخ نورالحق انور او یو شمېر نورو مسولینو په ملتیا د یادو دولتي شرکتونو د ودانیو، عملي چارو، اداري جوړښت، ماشینونو، سیسټمونو، شته ظرفیت او موجودو امکاناتو څخه له نږدې ليدنه او ارزونه کړې.
د شرکتونو مسولینو د خپلو شرکتونو د تولیداتو او خدماتو په اړه معلومات وړاندې کړي او د چارو د لا پرمختګ په موخه یي په ځینو برخو کې د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه کړې، چې د کمېټې له لوري ورته په اړوند برخو کې د ملاتړ او همکارۍ بشپړ ډاډ ورکړل شو.