د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې له ریموټ سنسینګ ټکنالوژۍ څخه په ګټهاخیستو او د سپوږمکیزو انځورونو د تحلیل پر بنسټ د هېواد په کچه په ۱۴۰۴ کال کې د غنمو تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړې دي.
یاده اداره زیاتوي، چې د یادو تثبیت شویو سمېو له مخې په ټول هېواد کې شاوخوا ۴.۵۴ میلیونه مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې له ډلې یې ۴.۱۳ میلیونه مټریک ټنه یې اوبیز او ۴۰۴ زره مټریک ټنه یې للمي غنم دي.
دغه اداره وایي، چې د موندنو پر اساس، پر اوبیزو ځمکو تر ټولو زیات په هلمند کې ۸۴۸ زره مټریک ټنه، کندوز کې ۴۷۸ زره مټریک ټنه، هرات کې څهباندې ۴۱۰ زره مټریک ټنه، کندهار کې څهباندې ۳۶۶ زره مټریک ټنه او فراه ولایت کې نږدې ۲۳۷ زره مټریک ټنه غنم تولید شوي او تر ټولو زیات للمي غنم بیا له بادغیس، تخار او هرات ولایتونو کې ترلاسه شوي دي.
همدارنګه په روان کال کې د غنمو تر کښت لاندې ټوله ساحه ۱.۸۹ میلیونه هکټاره ده، چې له ډلې یې ۱.۳۳ میلیونه هکټاره اوبیزه او ۵۶۲ زره هکټاره يې للمي ده.
لاسته راغلي ارقام ښيي، چې په روان کال کې د تېر کال په پرتله ۴ سلنه تر کښت لاندې اوبیزو او ۲۴ سلنه تر کښت لاندې للمي ځمکو کې کموالی راغلی او لوی لاملونه یې وچکالي، پر وخت د موسمي بارانونو نه اورښت او د نباتي ناروغیو خپرېدل دي.
همدارنګه د نفوسو په اړه شوي اټکل ته په پام، په ټول هېواد کې ټول شاوخوا ۶.۸۷ میلیونه مټریک ټنو غنمو ته اړتیا وه، چې په ۱۴۰۴ کال کې د غنمو تولید ته په پام شاوخوا ۲.۳۳ میلیونه مټریک ټنه کموالی ښيي.
د یادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي اداره د جغرافیايي معلوماتو په سېسټم کې سپوږمکیز انځورونه د کښت له وخت تر محصول پورې تحلیل او تجزیه او ارقام یې وړاندې کوي.

