ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بادغیس کې راستنو شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د راستنو شویو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش د بهیر د پیل په موخه، د یوه پلاوي په مشرۍ بادغیس ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر په ترڅ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې، چې د بادغیس ولایت والي ملا محمد حنیف حمزه، د والي مرستیال ملا غوث‌الدین افغان، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس او یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو پکې ګډون درلود، د غنمو او نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.

مولوي عطاءالله عمري وویل، چې دغه مرستې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړې لارښوونې له مخې، په ټول هېواد کې د اړتیا لرونکو کډوالو کورنیو د ملاتړ په موخه په پام کې نیول شوې دي او د وېش بهیر یې په منظم ډول په ټولو ولایتونو کې روان دی.

نوموړي زیاته کړه، هرې کډوالې کورنۍ ته پینځه بوجۍ غنم او پینځه زره افغانۍ نغدي مرسته ځانګړې شوې ده، تر څو هېواد ته له راستنېدو وروسته د هغوی د معیشتي ستونزو یوه برخه راکمه شي.

همدارنګه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ټینګار وکړ، چې دغه بهیر په بشپړ شفافیت او نظم سره پلی کېږي.

همداراز د بادغیس د والي مرستیال د کرنې د وزیر او مل پلاوي هرکلی وکړ او په دې ولایت کې یې راستنو شویو کډوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د ځایي ادارې د هڅو یادونه وکړه.

ټاکل شوې ده، چې د دې بهیر په ترڅ کې به په بادغیس ولایت کې د ۱۲۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته غنم او نغدي مرستې ووېشل شي.