دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي- اقتصادي تعامل پر پياوړتیا، د سیمې او نړۍ پر سیاسي وضعیت او همدارنګه په فلسطین کې د اسرائیلو د ظالم رژیم له لوري د ترسره شوو جنایتونو په اړه خبرې وکړې.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، د ۲۰ کلن امریکايي اشغال له پای ته رسېدو وروسته افغانستان په خپلو ټولو چارو کې خپلواک دی او د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره تعامل ته را وړاندې شوی دی.
د نوموړي په وینا، اوسمهال په افغانستان کې په بشپړ ډول سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات رامنځته شوی او یو باثباته افغانستان د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو په ګټه دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ غواړي چې له ایران اسلامي جمهوریت سره خپلې سیاسي، اقتصادي، ترانزیټي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
د ایران د ولسمشر مرستیال محمد مخبر ویلي، ایران له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراخولو ته لېواله دی او غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخولو او د دواړو هېوادونو ملتونو د هوساینې لپاره په شریکه د لارې نقشه جوړه کړي.
محمد مخبر زیاته کړې، دواړه هېوادونه باید په ګډه د شوو معاهداتو پلي کیدو ته ژمن و اوسي، په ګډه د چاپېریال ساتنې او په ځانګړي ډول د وچکالۍ او اوبو مدیریت په اړه کار وکړي.
د ایران د ولسمشر مرستیال په وینا؛ ایران چمتو دی، چې له چابهار بندر څخه د افغانستان په صادراتو او واردتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
نوموړي همدا راز ویلي، ایران چمتو دی چې د کرنې او صنعت په برخه کې له پرمختللې ټکنالوژۍ د استفادې په برخه کې له افغانستان سره پوره همکاري وکړي.
ایراني لوري ټینګار کړې، چې دواړه هېوادونه باید د سوداګرۍ پر مهال له خپلو ملي کرنسیو استفاده وکړي او د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتولو په موخه اړینه ده، چې لویې لارې او سړکونه په اساسي ډول جوړ شي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په ایران کې د مېشت افغان کډوالو د کوربهتوب له امله له ایران څخه مننه کړې او هلته یې له افغان کډوالو سره د ښه چلند او د هغوی ستونزو ته د رسېدو غوښتنه کړې.
دواړو لورو په فلسطین کې د اسرائیلو ظالم رژیم له لوري ترسره شوي جنایتونه په کلکه غندلي او له اسلامي نړۍ یې غوښتنه کړې، څو د دغه وحشت په اړه نور پټه خوله پاتې نشي.

