ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران د ملي امنیت عالي شورا له رییس سره د ملا برادر اخوند لیدنه؛ پر سیاسي، اقتصادي او ګڼو نورو موضوعاتو خبرې شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د ملي امنیت عالي شورا له رییس علي اکبر احمدیان سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې پر ښې همغږۍ، د اوبو مدیریت، ترانزیټ او د ایران له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي په اړه بحث او خبرې شوې دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د یادې لیدنې پر مهال د افغانستان او ایران اړیکو ته په اشارې سره ویلي؛ افغانستان او ایران تل په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې ښې او دوستانه اړیکې لرلې دي، چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د یادو اړیکو د پياوړتیا او پراختیا لپاره په ګډه ډېرې هڅې شوې او دا هڅې لا هم دوام لري.

د محترم ملا صاحب په خبره، افغانستان او ایران خپل ستراتیژیک موقعیت ته کتو سره دوه ښه اقتصادي شریکان جوړېدای شي او اړتیا ده، چې د دې موخې ترلاسه کولو لپاره دوه اړخیزې همکارۍ لا زیاتې او تخنیکي ټیمونه په ګډه سره کار وکړي.

دغه‌راز ښاغلي برادر له ایران اسلامي جمهوریت څخه د مهاجرینو د کوربتوب مننه کړې او ویلي یې دي، چې ایران د مهاجرینو په اړه اسلامیت، بشریت، ګاونډیتوب او د هغو حقوق او نورمونه پېژني.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا رییس احمدیان د خپلو خبرو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ پر بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر زیاتوالي ټینګار کړې او د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ته یې په ایران کې د مېشت افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د ښه سلوک په اړه ډاډ ورکړی.

ښاغلي احمدیان د ترانزیټ موضوعاتو ته په اشارې سره ویلي؛ ایران او افغانستان د چین د یو کمربند او یوې لارې په پروژه کې ډېر مهم رول لري، چې چین د افغانستان له لارې ایران، عراق، سوریې او مدیترانه سمندر سره نښلولی او اروپا ته رسولی شي.

د ناستې په پای کې پرېکړه شوې، چې دواړه هېوادونه باید له راغلي فرصت څخه په ښه توګه استفاده وکړي او چا ته اجازه ورنه کړي، چې د ایران او افغانستان اړیکو ته زیان ورسوي.