ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په پاکستان او ایران کې د مېشت او راستنیدونکو افغان کډوالو په وضعیت او ستونزو خبرې شوې

په دوحه کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین د ملګرو ملتونو د کډوالي عالي کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو مسوول چارلي ګوډ لیک سره کتلي دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت وايي، په دې لیدنه کې په پاکستان او ایران کې د مېشت او راستنیدونکو افغان کډوالو په وضعیت او ستونزو خبرې شوې دي.

همدار راز هېواد ته له راستنو شویو افغان کډوالو سره د مرستو په څرنګوالي هم خبرې شوې دي.