د افغانستان تېکوانډوکارانو د پاکستان په کوربتوب د ۲۳ هېوادونو څخه د ۳۱۵ لوبغاړو ترمنځ د تېکوانډو پینځم پړاو ازادو/ G2 سیالیو کې لومړی مقام وګاټه او د دې سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.
په یادو سیالیو کې افغان تکواندوکارانو خپلو پاکستاني، قزاقستاني او عرب سیالانو ته په ماتې ورکولو سره دوه د سرو زرو او دوه د سپینو زرو مډالونه وګټل.
همدارنګه افغان لوبډلې د غوره لوبډلې، غوره لوبغاړي او غوره روزونکي ډالۍ هم ترلاسه کړې، چې د سیالیو په اخیر کې د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي محسن رضایي خپل د سرو زرو مډال له پاکستان څخه راستانه شویو افغان کډوالو ته ډالۍ کړ.

