ملګرو ملتونو کې د چین استازي ژانګ جون ویلي، چې غزه د اسرائیلو د پرلهپسې هوايي بریدونو او بمباریو له امله د ماشومانو په هدیره بدله شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې موږ په غزه کې د اوربند غوښتونکي یو او له دواړو لورو غواړو، چې د غیرې نظامیانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
له دې سره هممهال فلسطیني چارواکي وايي، چې د اسرائیلي برید له پیل څخه تر اوسه په هره دقیقه کې یو ټپي او په هر ساعت کې ۱۵ شهیدان روغتیايي مرکزونو ته راوړل شوي.
د راپورونو پر اساس د اسرائیلو د برید له پیل څخه تر اوسه پر غزه تړانګه ۳۵ ټنه چاودېدونکي توکي غورځول شوي دي.
د فلسطین عامې روغتیا وزارت د تېرې دوشنبې په ورځ ویلي، چې د میزان له ۱۵ مې تر اوسه د صهیونیستي اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰ زره او ۲۲ فلسطینیان په شهادت رسېدلي، چې له شپږ زرو زیات یې ښځې او ماشومان دي.
دغهراز ملګري ملتونه وايي، چې د غزې په جنګ کې په منځني ډول په هر لسو دقیقو کې یو ماشوم شهید او دوه نور ټپیان کېږي.

