ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان مالیزیا کې د ۲۰۲۳ ایشین‌پاور جایزې ګټونکی شو

ماليزيا کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقيب الله احمدي د دې هيواد په مرکز کوالالمپور کې د ايشیا پاور له خوا د روانې لړم میاشتې په ۱۷ نېټه جوړه شوې نړیواله غونډه کې ګډون وکړ.

د ایشیا پاور هر کال نړيوالې غونډې جوړوي او په اسيایي هيوادونو کې د ټکنالوژۍ، اوبو، برېښنا او ګازو په برخه کې مشهورو کمپنيو او شرکتونو ته د نوښتونو او ښو لاس ته راوړنو په اساس ايوارډونه ورکوي، چې له نېکه مرغه سږ کال له افغانستانه هم د برېښنا شرکت په ګډون دوه سترو شرکتونو بيات پاور د ګازو او ترکي ۷۷ شرکت د سولري برېښنا په برخه کې دا وياړ تر لاسه کړی وو او په دې نړيواله غونډه کې یې ګډون کړی وو او ايوارډونه یې تر لاسه کړل.

د افغانستان برېښنا شرکت په استازيتوب او د یادو شرکتونو د لا هڅونې په پار ماليزيا کې د اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست هم ګډون کړی وو او خوښي يې څرګنده کړه، چې موږ ورځ تر بلې مخ پر وړاندې روان یو.

نوموړي ویلي؛ دا د وياړ ځای دی چې د سترو نړيوالو شرکتونو او کمپنيو په قطار کې د افغانستان شرکتونو هم خپل ايوارډونه تر لاسه کړل او لا ډېره هڅه بايد وکړو تر څو د هيواد د ښېرازۍ لپاره شپه ورځ کار وکړو، ځکه چې کارونه مو له وختونو څخه زيات دي.

ښاغلي احمدي زياته کړې، چې د افغانستان په تاريخ کې د پرمختګ او ابادۍ لپاره اوس تر ټولو ښه فرصت په لاس راغلی افغانان بايد لاسونه سره ورکړي او په مشترکه د ګران هېواد د ابادۍ، پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار وکړي.

نوموړي له هغو افغان سوداګرو، چې شتمنۍ یې بهر کې دي، هیله کړې تر څو خپل هېواد ته را وګرځي او د خپل وطن په ابادۍ کې ونډه واخلي او دلته پانګونه وکړي.

دغه‌راز له نړيوالو کمپنیو یې هم هیله کړې، چې افغانستان کې د پانګونې په برخه کې له فرصتونو څخه ګټه واخلي او هر څوک افغانستان ته راتلی او پانګونه کولای شي.