د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د اسلامي او عربي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د اسرائیلو له لوري غزه کې د ملکیانو وژلو په اړه د لوېدیځو هېوادونو پر چوپتیا سخته نیوکه کړې ده.
نوموړي غزه کې د روانې جګړې په اړه ویلي، چې لوېدیځ هېوادونه تل د بشري حقونو او ازادۍ نارې وهي، خو په غزه کې د اسرائیلو له لوري د ملکیانو وژلو په اړه چوپ دي، چې دا کړنه یې د شرم وړ ده.
ښاغلي اردوغان غزه کې پر ملکیانو برید او د روغتونونو، تعلیمي مرکزونو او د بېځایه شویو پر کمپونه بمبار د نړۍ په تاریخ کې بې مخینې وحشت او بربریت ګڼلی دی.
د ترکیې ولسمشر اسرائیل د غرب نامشروع اولاد بللی او ټینګار یې کړی، چې اسرائیلي دولت باید په دې جګړه کې غزې تړانګې ته اوښتې زیانونه جبران کړي.
د رجب طیب اردوغان په وینا؛ تر څو چې د فلسطین مسله نه وي حل شوې، سیمه کې له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کول بېپایلې دي.
ښاغلي اردوغان د خپلو خبرو په پای کې ملګرو ملتونو او لاهه نړیواله محکمه کې د اسرائیلي جنایتونو د څېړلو غوښتنه کړې ده.

