ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ایران هېواد د توانیر شرکت له ریيس سره لیدنه کړې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل پلاوي ایران هېوا ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د توانیر شرکت له عمومي ریيس انجنیر آرش کردي سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا انرژي د پراختیا په برخه کې د لا زیاتې همکاري په هکله اندونه تبادله کړي.

کردي د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ایران او افغانستان ترمنځ ژورو تاریخي اړیکو ته اشاره کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا انرژي په برخه کې د لا زیاتو همکاریو په ترسره کولو باندې ټینګار کړی.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په افغانستان کې د امنیت ټینګښت ته په اشارې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ  د برېښنا انرژي په برخه کې د لا زیاتې همکاري د ترسره کولو ژمنه کړې.

ملا عبداللطیف منصور په روان کال کې د ایران هېواد له لوري د برېښنا انرژي د پرچاوي ستونزې ته اشاره کړې او له هغوی څخه یې غوښتي، چې په راتلونکي کې د داسې ستونزو د رامنځته کېدو مخنیوی وکړي او د ایران هېواد له لوري د برېښنا انرژي د تعرفې د کمولو غوښتنه یې کړې.

په یاده ناسته کې پرېکړ شوې ، چې د دواړو لورو د تخنیکي مسولینو ترمنځ دې تخنیکي ناستې دوام ومومي.