ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت د هېواد معادنونو په فني او مسلکي ډول استخراج ته ژمن دی

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ الحدیث ضیاالرحمن اریوبي پکتیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي ملا مهرالله حماد سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال ویلي؛ افغانستان د معادنونو په برخه کې خورا بډایه او زیات معادن لرونکی هېواد دی، چې پر وینا یې د دې معادنونو حفاظت، په فني او مسلکي ډول استخراج، په قرارداد ورکول او په سمه توګه څارنه یې مهمه ده.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د دې معادنونو په ښه ډول استخراج لپاره زیاته توجه کړې او لا هم په دې باندې کار روان دی.

د ښاغلي اریوبي په وینا؛ په لویه کچه د څو وزراتونو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه شوې، څو د معادنونو د قاچاق او تخریب مخنیوي وشي، چې د یادې کمېټې لخوا بیا په هر ولایت کې د اړوند ریاستونو څخه ولایتي کمېټې جوړې شوې، چې د محافظت معادن په نوم به یادې کمېتې خپلې چارې مخته وړي او د معادنونو په برخه کې شته ستونزو او اړتیاوو ته به رسیدنه کوي.

د پکتیا والي ملا مهرالله حماد ویلي، معادنونه د هېواد لپاره یوه لویه سرمایه ده او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت وروستۍ هڅې او لاسته راوړنې بې سارې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ پکتیا هم د معادنونو په برخه کې هغه ولایت دی، چې حساب پرې کېږي او د دې لپاره یې د مرکزي ادارې توجه او پاملرنه مهه بللی، څو دغه معادنونه په ښه ډول استخراج او د هېواد د بیارغونې په برخه کې ترې استفاده وشي.

پکتیا والي ډاډ ورکړی، چې د معادنونو د څارنې او حفاظت په موخه ټاکل شوې ولایتي کمېټې سره به په بشپړ ډول همکار وي او وخت په وخت به ورسره د ستونزو هواري په موخه ناستې ولري.