ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي مطیع الحق خالص په کابل کې د ترکیې هېواد له شارژدافیر سره ناسته کړې

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس اونال ته افغانستان ته د راتګ هرکلی ویلی او د ترکیې او افغانستان د ولسونو ترمنځ یې اړیکې د اسلامي اُخوت پر بنسټ تاریخي بللي.

نوموړي ویلي؛ په تېرو دوه کلونو کې ترکیې له هر چا زیات د افغانانو لاسنیوی کړی او افغاني سرې میاشتې ته یې په سختو حالتونو کې د همکارۍ لاس ورکړی.

مولوي مطیع الحق خالص زیاته کړې؛ مونږ د ترکیې د سرې میاشتې منندوی یو، چې له مونږ سره د بشري خدماتو په برخه کې صمیمانه اړیکې لري او فعالیتونه په ګډه مخې ته وړو.

نوموړي د ترکیې هېواد شارژدافیر ته ډاډ ورکړی، چې افغاني سره میاشت به په بشري خدماتو کې د ترکیې مرستندویه وي او ترڅنګ به یې ولاړه وي.

همداراز یې په بشري مرستو کې افغانستان ته د ترکیې د پاملرنې ځانګړې مننه کړې او څرګنده یې کړه، چې د ترکیې همکاري افغاني سرې میاشتې ته ډېر ارزښت لري.

افغانستان کې د ترکیې شارژدافیر جنک اونال افغانستان ته پر خپل راتګ خوښي ښودلې او ژمنه یې کړې؛ چې افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ به په افغانستان کې د ترکیې بشري مرستې تنظیموي.

نوموړي ویلي؛ افغانستان ته د ترکیې یو بل ریل ګاډی مرسته په لاره ده، چې له را رسیدو وروسته به یې د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ د پاکستان پولو ته نېږدې پر راستنو شویو کډوالو وویشو.