افغانستان په روان کال ۲۰۲۳ کې د ځینو نورو غیر اسیايي هېوادونو په ګډون د اسیا په کچه د کورنۍ برېښنا (سولري، ګازي او حرارتي) برېښنا پروژو په جوړ شوي نندارتون کې د برېښنا دوو ګازي او لمریزې پروژو په لرلو سره د Aisa power awards 2023( د ۲۰۲۳ کال لپاره د آسیا انرژۍ بنسټ) نړیواله جایزه ترلاسه کړه.
دا جایزه په مالیزیا کې د افغانستان شارژدافیر نقیب الله احمدي ترلاسه کړه او دوو کمپنیو (شبرغان بیات پاور ګازي برېښنا او همداراز د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت) استازو، د افغانستان برېښنا شرکت مشرتابه ملا محمدحنیف حمزه ته وسپارله.
د ۴۰ میګاواټو په ظرفیت د شبرغان بیات پاور ګازي برېښنا او همداراز د ۱۵ میګاواټو په ظرفیت د برېښنا دستګاه د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت په دې نندارتون کې شامل دي.
د سږ کال نندارتون په دې پړاو کې د اسیا او ځینو نورو غیر اسیايي هېوادونو په کچه ګڼې نورې پروژې ګټونکي اعلان شوي، چې له دې جملې دوه پروژې يې افغانستان پورې تړاو لري.
د پروژو ټاکلو یو معیار دا دی، چې یادې ټاکل شوې پروژې همدا اوس په اړوندو هېواودونو کې تر ګټې اخیستنې لاندې دي، چې له اقتصادي اړخه خلکو ته ګڼې اسانتیاوې برابروي.
دا نندارتون هرکال د اسیا او ځینو نورو هېوادونو په کچه د Aisa power awards ( د اسیا انرژۍ بنسټ) په نوم جوړېږي، چې سږکال هم د مالیزیا هېواد په کولالمپور کې ترسره شو.

