ورځ: پنجشنـــبه
نېټه: ۲/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۲۵/۸/۱۴۰۲ ھ ش
تورخـــم
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
نن په تورخم کې ۲۰۹ کورنۍ او یو زر او ۱۴۳ تنه ثبت او بایومټریک شوي دي، په همدې ډول ۱۶۵ کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې ۱۴۴ کورنۍ کډوال او پاتې ۲۱ کورنۍ غیرکډوال ثابتې شوې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو لهخوا راستانه شویو کډوالو ته یو زر او ۲۴۳ دانې سیمکارټونه ووېشل شول.
۱۹ زره تنه کډوالو ته ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه پهخپل وخت ورسول شوې.
د مختلفو خيريه بنسټونو لهخوا مرسته شوې ۵۰۰ کمپلې، ۱۰۰ بستې معدني اوبه، ۶۰۰ ښځینه او نارینه کوټونه، ۶۵۰ بستې خوارکي مواد او ۷ منه غوښه او د لسو ټانکرونو په واسطه ۱۸۰ زره ليتره اوبه توزیع شوې.
د یو تن ملي تجار له لوري د خدماتو له کمېټې سره مرسته شوې درې زره کمپلې پر کډوالو ووېشل شوې او پاتې درې زره نورې کمپلې به په کابل کې پر اړمنو کسانو ووېشل شي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن پنجشنبه په تورخم کمپ کی له ۳۵۰ کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
نن ۱۱۵ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۶۶۴ تنه کیږي، د ۲۵ مختلف النوع نقلیه وسایطو په واسطه ننګرهار، کونړ، کابل، لغمان، پکتیا، پکتیکا، بغلان، کندوز او تخار ولایتونو ته په خوندي ډول انتقال شوي دي.
یادو کورنیو ته ۱۸۵ زره افغانۍ د کرایې لپاره هم ورکول شوي دي.
د جوماتونو او زدهکړو د تنظیم کمیټه:
د جوماتو او زدهکړو د تنظیم کمېټې د مسولینو له لوري د راستانه شویو کډوالو ماشومانو ته کتابونه، بکسې او قرطاسیې ووېشل شوې؛ کډوالو ته د دیني مسایلو په اړه بیانونه وشول او د پوره خدمت او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:
د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې په تورخم کې ۱۱ تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، څلور تنه د لیسان سند لرونکي، نهه تنه حافظان، درې تنه د وړې دورې فارغان، یو تن دیني عالم، ۵۶۳ تنه غریبکار او ۱۵۹ تنه حرفهيي کسان ثبت کړل، چې ټول ۷۵۲ تنه کیږي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکول شو او د زغم او صبر په اړه ورته خبرې وشوې.
له اوو رسنیو سره د راپورونو په چمتو کولو او د معلوماتو په شریکولو کې همکاري شوې ده.
د (IOM) له دفتر سره په همغږۍ کې له ۳۰۰ زیاتې د مهاجرت پاڼې پر کډوالو ووېشل شوې، چې د یاد سازمان له لوري ایسارې شوې وې.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې په هڅو تر (۵۰۰) پورې ورک اسناد او درې ماشومان خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د عامه پوهاوي په موخه کډوالو ته پر فرضي کرښه او همدارنګه په کمپ کې د کاري کمېټو او مراحلو د طی کولو پروسې په اړه معلومات ورکول شول.
سپین بولدک
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
د سپین بولدک په سیمه کې ۷۶۶ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې څلور زره او ۲۱۲ تنه کیږي، ثبت شوې او له دې ډلې ۶۱۷ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې درې زره او ۴۲۶ تنه کیږي، د مرستو په موخه (IOM)، (WFP) او (DRC) سازمان ته ور وپیژندل شوې.
۱۶۲ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۶۹۸ تنه کیږي، چې د (VRF) او د (یو ان اېچ سي آر) سازمان سلیپونه یې له ځان سره لرل، د لازمو مرستو لپاره یاد دفتر ته معرفي شوې.
نن څلور تنه نارینه قیدیان او څلور تنه بې سرپرسته ماشومان هم ثبت شول؛ ماشومان (MPO) ارګان ته معرفي شول.
دغه راز ۷۶۴ د راستنو شويو کورنيو مشران هم ثبت او بايومتريک شوي دي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۲۴۰ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې دوه زره ۴۴۴ تنه کیږي، د ۳۸ مختلف النوع نقلیه وسایطو په واسطه کابل، زابل، هرات، کندهار، غزني، اروزګان او نورو ولایتونو ته انتقال شوې او یادو کورنیو ته ۱۸۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن د سپین بولدک په سیمه کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې لهخوا ۷۶۴ کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ ورکول شوي دي.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام لهخوا نهه زره ۶۵۰ راستانه شویو کډوالو ته ډوډۍ توزیع شوې.
نن د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو لهخوا یو زر او ۱۹۹ تنه ناروغان تداوي شوي؛ دوه زره ۵۰۴ تنو ته واکسین پلي شوی، د یو زر او ۱۵ سکرینینګ شوی، د ۱۳ تنو د ملاریا نمونې او د ۲۹۰ تنو د کورونا نمونې اخیستل شوي دي. څلور مریضان استول شوي او اووه تنه نور بستر شوي دي.
نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولانو له لوري پر راستانه شویو کډوالو یو زر او ۶۲۱ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
نن ۶۰ زره لیټره پاکې اوبه ذخیرو کې واچول شوې او د کمپ ځینې برخې هموارې کړل شوې.
د ضرورت په اندازه د کډوالو لپاره خیمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده کړل شوي دي.
پکتیکا (ډیورنډ فرضي کرښه)
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د خدماتو او صحي چارو کمېټې له لوري په تروې ولسوالۍ کې نن را ستنېدونکو کډوالو او د ګډو کمېټو ۲۹ تنه غړو ته د غرمې ډوډۍ ورکړل شوه، دوی ته د شپې لهخوا ډوډۍ او ځای هم په پام کې نیول شوی دی.
هـــــــــرات
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن د هرات په اسلام کلا بندر کې له څلورو کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

