پر ۴۰ ورځو اوړي، چې په غزې تړانګه کې د ټولو انساني نورمونو خلاف د صهيونيستي ځواکونو وحشت دوام لري.
اسرایلي يرغل د هرې ورځې په تېرېدو سره د جنګ د قوانينو ټول حدود ماتوي او په دې وروستیو کې يې پر روغتونونو هم بريدونه پيل کړي، چې وروستی مورد يې د الشفاء پر طبي کمپلکس د صهيونيستي ځواکونو بريد دی.
د اسلامي امارت د غزې د بېدفاع ولس پرخلاف د اسرایلو وحشت يو ځل بيا په تر ټولو کلکو ټکو غندي، د صهيونيستي رژيم مسولين د جنګ مجرمين بولي او د دوی کړنې په غزه کې په واضح ډول د جنګ د قوانينو نقض او جنګي جرائم ګڼي.
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو پر سازمان او د بشري حقونو پر نورو مدعي سازمانونو غږ کوي، که چېرې خپلو اعلاني ارزښتونو ته رښتينی تعهد لري، بايد په غزه کې د اسرايلو د بشر ضد جرمونو پرخلاف د رښتيني، روښانه او منصفانه دريځ پر خپلولو سره د روان وحشت مخه ونيسي.
په دې اړه د غربي دولتونو او سازمانونو دوهګونی چلن به دا باور لا يقيني کړي، چې د دوی لپاره د بشر حقونه يوازې د يوې حربې ارزښت لري، چې د خپلو سياسي موخو لپاره يې کاروي.
همداراز د اسلامي امارت له عربي او اسلامي هېوادونو يو ځل بيا په ټينګه غواړي، چې د غزې د مظلومو مسلمانانو غږ واوري او د موثرو او معنا لرونکي اقداماتو په ترسره کولو سره خپل ديني او انساني مسوليتونه ادا کړي.

