ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد اقتصادي وده د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ الحدیث ضیاء الرحمن الاریوبي دایکندي ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت له والی حاجي عبید او د دولتي ادارو له مسولینو سره یې لیدنه کړې.

د دایکندي والي ویلي؛ دا ښه خبره ده، چې د دایکندي له سختې جغرافیې سره بیا مشران دلته سفر کوي او ستونزې او وضعیت له نږدې څاري. 

نوموړي د دايکندي د عمومي وضعيت په اړه ویلي؛ د دايکنډي په بېلابېلو سيمو کې ګڼ شمېر معدنونه کشف شوي، چې بايد په دقيقه توګه وڅېړل شي.

حاجي عبید په وینا؛ په یاد ولايت کې د کانونو د غير قانوني استخراج او ويجاړتيا په جدي توګه مخنيوى شوى او شرکتونه يې هڅولي، چې د دغو کانونو د کار قرارداد وکړي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، د دایکندي ولایت د سختو جغرافيايي صعبوره لارو او ستونزمنو سړکونو له امله د استخراج کوونکو شمېر کم دی او هیله څرګنده کړه، چې د کانونو وزارت له لوري په دغه ولایت کې د کانونو د استخراج په برخه کې اسانتیاوې رامنځته او پوره پاملرنه ورته وشي.

د کانونو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ویلي، د هېواد کانونه ملي سرمایه او د خدای تعالی نعمتونه دي او یادونه یې کړې، چې د کانونو د غیر قانوني استخراج او قاچاق مخه باید ونیول شي. 

نوموړي ویلي، د هېواد د اقتصاد وده د اسلامي امارت یو د لوی موخو څخه ده.

ښاغلي الاریوبي د کانونو د ساتنې کمیټې په نوم یوه کمیټه پرانستې، چې مشري یې د دایکندي ولایت کوي او دنده به یې د کانونو د غیر قانوني استخراج مخنیوی او د کانونو د بهیر څارنه وي.

 نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې د کانونو په برخه کې به پر ټولو وړانديزونو او ننګونو غور وکړي او هڅه به وکړي، چې په دغه ولايت کې د کانونو د استخراج لپاره نورې اسانتياوې رامنځته کړي.

د دایکندي ولایت د کانونو امریت استازي کاظم عدالتمند د دایکنډي په بېلابېلو سیمو کې د کانونو په اړه اړین معلومات وړاندې کړي او په یادو برخو کې یې د وزارت د پاملرنې غوښتنه کړې.